اولس مشر ممنون حسېن د چينائي اولس مشر د سالګرې په موقع د نېكو هيلو په پېغام رالېږلو مننه وكړه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 03جنوری2016ء) اولس مشر ممنون حسېن د چينائي اولس مشر د سالګرې په موقع د نېكو هيلو په پېغام رالېږلو مننه كولو سره وئيلي دي چې هغه د پاكستان او چين د اړيكو قوي كولو لپاره د ده ذاتي دلچسپۍ ته د قدر په سترګه ګوري۔

ده ووئيل چې پاكستان چين سره خپلې دوستې ته ډېر اهميت وركوي او دواړه هېوادونه قوي دوستي لري٬ دواړه هېوادونه نه يوازې باوري ملګري بلكې ستراتېژيكي شراكتدار هم دي۔

چينائي اولس مشر په خپل پېغام كښې اولس مشر لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كړې او ده سره ئې د جون په مياشت كښې په تاشقند كښې د شنګهائي مرستې تنظيم په كنفرنس كښې د خپل ملاقات او ګټورو خبرو حواله وركولو سره وئيلي دي چې هغه د پاكستان او چين د دوستې اړيكې نوې كچې ته رسولو لپاره په ګډه د كار كولو خواهش لري۔

اولس مشر ممنون حسېن په خپل ځواب كښې چينائي اولس مشر او اولس لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ