د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار په مشرۍ كښې د شپږ مياشتنيزې اقتصادي كاركردګۍ جاج اخستلو غونډه په اقتصادي كاركردګۍ د اطمينان څرګندونه هېواد كښې اقتصادي هلې ځلې او سرمايه كاري زياتېږي۔ د مالي كال 2016-17 اولنو 6 مياشتو كښې د جی ډی پی شرح نمو كښې اضافه او قيمتونو كښې استحكام پاتے شوے۔ سناتور اسحاق ډار
اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 02جنوری2016ء) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار د هېواد په اقتصادي كاركردګۍ د اطمينان څرګندونه كولو سره وئيلي دي هېواد كښې اقتصادي هلې ځلې او سرمايه كاري مخ په زياتېدو دي۔
د مالي كال 2016-17 اولنو 6 مياشتو كښې د جی ډی پی شرح نمو كښې اضافه او قيمتونو كښې استحكام پاتے شوے۔ ده د ګل په ورځ د شپږ مياشتنيز اقتصادي كاركردګۍ جاج اخستو غونډې مشري كوله۔
ده ووئيل د پاكستان جي ډي پي شرح نمو زياته شوې او د ګرانۍ شرح 4 فيصد څخه لاندې راغلې۔ جولائی څخه تر دسمبر 2016 د افراط زر شرح 3.
88فیصد پاتې شوې او نرخونو كښې پرله پسې استحكام ښكاره كوي۔
د خزانې وفاقي وزير ووئيل د روان مالي كال په اولنو 6 مياشتو كښې د اېف بي آر كاركردګي 7 فيصد پاتې شوې كومه چې په اولنو مياشتو كښې د رامخې شوې شارټ فال پورا كولو له د روانو هڅو عكاسي كوي۔
دا شارټ فال اولس ته پېټروليم او سېلز ټېكس كښې د اسانيو وركولو په سوب راغلې۔ غونډه كښې د خزانې وفاقي سېكتر او د خزانې وزارت نورو مشرانو چارواكو ګډون وكړو۔(وا/وس/2109)