د کشمیر د سباٶن پرېكړه به د كشميري اولس د هيلو له مخې كولې شي۔دخارجه دفتر وياند
اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز۔25 جولائی۔2016) د خارجه دفتر وياند نفیس زکریا وئيلي دي د کشمیر د سباٶن پرېكړه به د كشميري اولس د هيلو له مخې كولې شي ۔
راډيو پاكستان سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل د وزیر اعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز د مقبوضه کشمیر پحقله د هندي خارجه وزير د بيان بشپړ او مثبت
ځواب وركړې۔
ده زياته كړې چې هند كشمير كشالې پحقله د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل پرېكړه خو مني خو دا كشاله د كشمريانو د هيلو له مخې نه هواره وي۔
ده ووئيل په مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو په بې ګناه كشميريانو د ظلمونو پخقله د بشري حقونو د نړيوالو تنظيمونو لخوا غلې پاتې كېدل ښه نه دي