د ټاكنو كمېسون د غړيو ټاكنې په لړ كښې ټولو ګوندونو سره مشاورت شوې ٬هند دې په كشميريانو ظلم بند كړي۔ سناتوره روبینه خالد
اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز۔25 جولائی۔2016) د پاکستان پیپلز سناتورې روبینه خالد وئيلي دي د ټاكنو كمېسون د غړيو ټاكنې په حقله ټولو ګوندونو سره مشاورت شوې ٬ هند دې په كشميريانو ظلم بند كړي او د ملګرو ملتونو قراردادونه دې عملي كري ۔
د ګل په ورځ د پارلمان په خوا كښې دې ميډيا ته ووئيل د ټاكنو كمېسون د غړيو ټاكنې په حقله ټولو ګوندونو سره مشاورت شوې
او د رائيو په اتفاق د غړو حتمې پرېكړه شوې۔
دې ووئيل د اے اېن پي او پي ټي آئي لخوا د ټاكنو كمېسون د خېبر پښتونخوا د غړي پحقله اعتراض هېڅ جواز نه لري۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل هند دې په كشميريانو ظلم بند كړي او د ملګرو ملتونو قراردادونه دې عملي كري۔
دې ووئيل نړيواله ورورولي دې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزۍ نوټس واخلي ۔