حكومت په پوليو قابو موندلو لپاره كوټلي ګامونه پورته كوي٬ د روغتيا په ټولو پروګرامونو د صوبو په مرسته عمل كولې شي۔ د كورنيو چارو دوهم وزير

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 21دسمبر2016ء) سېنېټ ته وئيلي شوي دي حكومت په پوليو قابو موندلو لپاره كوټلي ګامونه پورته كوي٬ د روغتيا په ټولو پروګرامونو د صوبو په مرسته عمل كولې شي۔

د شورو په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د طاهر حسېن مشهدي٬ محسن عزيز او د عثمان كاكړ د پوښتنو په ځواب كښې د كورنيو چارو دوهم وزير بليغ الرحمان ايوان ته ووئيل د 18م بدلون

له مخې صوبائي حكومتونو له مالي او انتظامي اختيارات وركړې شوي ۔

ده ووئيل پاكستان په يو څو داسې هېوادونو كښې شامل دے چرته چې د پوليو رنځ لا هم شته۔ ده ووئيل په دې رنځ قابو موندلو لپاره اقدامات كولې شي٬ د صوبو په مرسته د ټي بي او هيپاټائټس كنټرول په پروګرامونو هم عمل روان دے۔

دوهم وزير ووئيل نېشنل هتلتھـ انشورنس پروګرام هم په كاميابې سره روان دے۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې