د تعليمي اصلاحات بنيادي مقصد هېواد كښې د لوړو زده كړو او د تحقيق معيار ښه كول دي٬ د تعليم ودې لپاره په بېلا بېلو پروګرامونو عمل روان دے۔ د تعليم او پېشه وره تربيې دوهم وزير انجينئر بليغ الرحمان سېنېټ كښې ځواب
اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 21دسمبر2016ء) د تعليم او پېشه وره تربيې دوهم وزير انجينئر بليغ الرحمان وئيلي دي د تعليمي اصلاحات بنيادي مقصد هېواد كښې د لوړو زده كړو او تحقيق معيار ښه كول دي٬ د تعليم ودې لپاره په بېلا بېلو پروګرامونو عمل روان دے۔
د شورو په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سناتورې نزهت صادق٬ سناتورې راحيله مګسي او د سراج الحق د پوښتنو په ځواب كښې دوهم وزير ايوان
ته ووئيل د يونيسكو په مرسته په بېلا بېلو پروژو كار روان دے۔
د تعليمي اصلاحات بنيادي مقصد په هېواد كښې د لوړو زده كړو او د تحقيق معيار ښه كول دي۔ ده ووئيل د معدله فنډ له مخې به يونيسكو په پاكستان كښې 70 لكه ډالره د انجونو زدې كړې ودې او په دې لړ كښې شعور بېدارولو لپاره خرڅ كوي۔
ده ووئيل د لوړو زده كړو كميسون ته تركيه پاكستان كښې د لوړو زده كړو ودې په اړه په هڅو كولو ايوارډ وركړے دے ۔