16دسمبر د پاکستان د تاریخ سخته ورځ ده ٬ وړومبې په كال 1971 كښې پاكستان دوه ټوټې شو او بيا دوه كاله وراندې د اے پي اېس پېښور پېښې رامخې ته شوه۔ د ډاکټر آصف کرماني د اے پي اېس پېښور شهيدانو په ياد كښې قرآن خوانۍ او د دعا دستورې ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 16دسمبر2016ء) د وزیراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاکټر آصف کرماني وئيلي دې 16 دسمبر د پاکستان د تاریخ سخته ورځ ده ٬ وړومبې په كال 1971 كښې پاكستان دوه ټوټې شو او بيا دوه كاله وراندې د اے پي اېس پېښور پېښې رامخې ته شوه چې پكښې ترهه ګرو د سكول بې ګناه ماشومان شهيدان كړه چې ورسره نه يوازې د ماشومانو كورنۍ بلكې د ټول پاكستان اولس ته دړد رسېدلې٬ نننۍ ورځ ټول قام عزم كوي چې د ترهه ګرو تر بشپړه خاتمه به په كلاره نه كېښنو۔

د دې خيالاتو څرګندونه ده د اسلام آباد مېټرو پولېتن كارپورېشن تر سېوري لاندې د اے پي اېس پېښور شهيدانو په ياد كښې قرآن خوانۍ او د دعا دستورې ته

خپله وېنا كښې وكړه ۔

ده ووئيل دوه كاله تېر شول خو اوس هم قام غمژن دے٬ دا ډېره لويه پېښه وه چې پرې قام سره سره وزيراعظم ته هم دړد رسېدلې ٶ او دې پېښې ټول قام يو موټې كړې۔

ده ووئيل د وزیراعظم په امر ضرب عضب عمليات پېل شوي چې په نتيجه كښې ئې پاكستان څخه د ترهه ګرۍ د لعنت خاتمه شوې۔

ده ووئيل ځپليو كورنيو ته باور وركوٶ چې ټول قام ستاسو په غم كښې برابر شريك دے۔ دې څخه ورتاندې د پېښې شهيدانو لوړو درجو لپاره فاتحه خواني وشوه او د آزاد كشمير د قانون ساز اسمبلی غړي پیر سید علي رضا بخاري دعا وكړه۔

په دې موقع د اسلام آباد ميئر شېخ انصر عزیز او دوهم میئر سید ذیشان نقوي هم وېنا وكړه۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې