د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرۍ كښې د شريكې ګټې كونسل غونډه۔ د راتلونكي 15م مارچ نه د سړي سر شمېرې په پېل كولو صلاح راغله سړي سر شمېره به په دوه پړاونو كښې كولې شي ٬ ټولو صوبو كښې به شمېره په يو وخت پېل كېږي

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 16دسمبر2016ء) د شريكې ګټې كونسل د راروان كال مارچ 15 نېټې څخه د سړي سر شميرې كولو ته صلاح راغلې ده په كومه كښې به چې د كورونو شميره او سړي سر شميره يو ځائي كولې شي۔

د وزیراعظم محمد نواز شریف پھ مشرۍ كښې د شريكې ګټو كونسل غونډه د جمعې پھ ورځ وزیراعظم هاؤس كښې وشوه چې پكښې دې خبرې ته صلاح راغله چې سړي سر شمېره به په دوه پړاونو كښې كولې شي ٬ هره مرحله به په ټولو صوبو كښې په يو وخت پېل كولې شي۔

غونډه كښی دې خبرې ته هم صلاح راغله چې سړې سر شميره به د صوبائی حکومتونو كوټلو رابطو د لارې كولې شي۔ سی سی آئی عمل درآمدی مسئلو لپاره د شماريات سیکتر او د څلورو واړو چیف سېکترانو کمېټی جوړولو ته هم صلاح شوې۔

د وزيراعظم هاٶس لخوا د جاري شوي بيان له مخې د شريكې ګټې كونسل كښې د نېشنل سیکورټی فنډ پھ جوړولو هم غور وشو او دا معامله نېشنل فنانس کمېشن ته وسپارلې شوه كوم چې د پريكړې لپاره مجاز فورم دے۔

کونسل د قامی ځنګلونو پالیسۍ اصولی منظوری هم وركړه او د موسمياتي بدلون وزير ته ئې سپارښتنه وكړھ چې د صوبائی حکومتونو سره پھ ګډه كار وكړي دغسې چې دا خبره باوري شي چې صوبائی اختیاراتو نه تجاوز ونه كړې شي۔

د قامي ځنګلو پاليسۍ څخه به وفاقي حكومت صوبائي حكومتونو ته د خپلو پاليسو فرېم ورك تر مخه او د نړيوالو لوظنامو پېروي سره تكنيكي او مالياتي مرسته وركولې شي۔

د شريكې ګټې كونسل د پنجاب حكومت ته د خالص هائيډل ګټې وركولو توثيق وكړو او په دې خبره سلا راغله چې 38.

12 اربه روپۍ تر دسمبر 2016 د پنجاب حكومت ته د يو كال "پرامېسري نوټ" به وركولې شي او نور 44.59 اربه روپۍ به د سي سي آئی/نیپرا لخوا د بيعې ټاكنې نه پس په درېو برابرو قسطونو كښې وركولې شي ۔

غونډه كښې وفاقي وزيرانو پیر سید صدر الدین شاہ راشدي، عبدالقادر بلوچ، سردار محمد یوسف ګډون وكړو۔ د پنجاب اعلٰې وزير شهباز شریف، د سندھ وزیراعلیٰ سید مراد علي شاہ،د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ پروېز خټك،د بلوچستان وزیراعلیٰ نواب ثناء اللہ خان زهري هم په غونډه كښې ګډون كولو۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې