د حوېلو په پېښه كښې د حق رسېدليو كسانو مړي خپلوانو ته په سپارلو كښې د ډي اېن اے ټېسټ له امله د 6 نه 8 ورځې لګېدې شي۔ ډاكټر طارق فضل چوهدري
اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 8دسمبر2016ء) دوهم وزير طارق فضل چوهدري وئيلي دي چې د حوېليا په پېښه كښې د حق رسېدليو كسانو مړي خپلوانو ته په سپارلو كښې د ډي اېن اے ټېسټ له امله د 6 نه 8 ورځې لګېدې شي۔
وارثان د اسلام آباد د ټيليفون نمبر 0092.51.
9260340 څخه معلومات ترلاسه كولې شي۔ د زيارت په ورځ د اسلام آباد د پمز روغتون نه بهر خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې قومي ائير لائن د الوتكې په حوليا كښې رامېنځ ته شوې پېښه ډېره افسوس ناكه ده۔
ده ووئيل چې په پېښه كښې په حق رسېدلي كسان به د وزيراعظم محمد نواز شريف په خاص هدايت د ضروري كارروائې نه پس خپلوانو ته سپارلې شي او په دې عمل كښې د 6 نه 8 ورځې لګېدې شي۔
ده ووئيل چې د تصديق نه بغېر مړي خپلوانو ته سپارل درست كار نه دے۔ طارق چوهدري وارثانو ته خواست وكړو چې هغوي دې په دې لړ كښې بشپړه مرسته وكړي۔