اېن ډي اېم اے الوتكې د پېښې معلوماتو او د مرستې كارونه روان ساتلو لپاره اېمرجنسي رسپانس سنټر جوړ كړو
اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 8دسمبر2016ء) اېن ډي اېم اے الوتكې د پېښې معلوماتو او د مرستې كارونه روان ساتلو لپاره اېمرجنسي رسپانس سنټر جوړ كړو۔
د سنټر رابطه نمبر 051920503 دے۔ د اېن ډي اېم اے د يوې اعلاميې له مخې د الوتكې د پېښې نه پس پي ډي اېم اے او ضلعي انتظاميې ته هدايت شوے چې ټول په حق رسېدلي كسان دې يو روغتون ته ورسول شي چې دغسې د پېژنګلې
نه پس د سپارلو عمل ئې ترسره شي۔
د اېن ډي اېم اے په خواست د كورنيو چارو وزارت په پېښه كښې د حق رسېدليو كسانو منقتلې لپاره چورلكه وركړې۔ د حق رسېدليو كسانو پېژندګلې لپاره د نادرا چيئرمېن لخوا موبائل بائيومېټرك ډله هم د پېښې ځائ ته رسېدلې۔
له بلې د اولس لارښونې او اسانيې لپاره د اېبټ آباد ډي سي او لخوا د اسانيې مركز هم جوړ كړے شوے۔