پاكستان د كنټرول لائن په پرله پسې خلاف ورزيو او باړ لګولو سخت احتجاج كړے۔ دا معامله سلامتي كونسل كښې هم پورته كړې شوې۔ د قانون وفاقي وزير زاهد حامد سېنټ كښې د پوښتنو دمې په مهال ځواب
اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز۔20 جولائی۔2016) د قانون وفاقي وزير زاهد حامد وئيلي دي پاكستان د كنټرول لائن په پرله پسې خلاف ورزيو او باړ لګولو سخت احتجاج كړے دے۔
دا معامله سلامتي كونسل كښې هم پورته كړې شوې ۔ د شورؤ په ورځ سېنټ كښې د پوښتنو دمې په مهال د سناتور اعظم سواتي او اېم حمزه د پوښتنو
په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل هند كنټرول لائن سره 460 کلومیټر خار دار تار لګولې۔
كوم چې د اېل او سی څخه د 500 میټره په مزل دے۔ ده ووئيل پاكستان د كنټرول لائن په پرله پسې خلاف ورزيو او باړ لګولو سخت احتجاج كړے۔ ده ووئېل د سلامتي كونسل ټول غړي هم د دې صورتحال څخه خبر كړې شوي دي۔(وا/ض ض/وس/2053)