ټي ډي اے پي نړيوال تجارتي نندارتون كښې د ګډون كوٶنكو ادارو نه درخواستونه وغوښتل

كراچۍ (پاکستان پوائنٹ نیوز۔20 جولائی۔2016) ټرېډ ډوېلپمنټ اتهارټي آف پاكستان (ټي ډي اے پي) دبئۍ كښې نړيوال تجارتي نندارتون "سي فېكس" كښې د ګډون غوښتونكو ادارو نه د اګست تر 3مې نېټې كال 2016 درخواستونه غوښتلي دي ۔

د اتهارټۍ لخوا د جاري شويو تفصيلاتو له مخې په

نړيوال نندارتون كښې به فريز كړې شوې٬ ژوندي ٬پراسيسسډ٬ كوټنګ٬ ساسيز سمندري خوراك پشمول نور څيزونه ايخودلې شي ۔

د يادونې وړ ده نړيوال تجارتي نندارتون به د 9 نه تر 11 نومبر كال 2016 دبئۍ كښې كېږي۔په دې لړ كښې به ټول تفصيلات په وېب پاڼه موجود وي۔(وا/ض ض/ګ ل/1740)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې