سرلښكر جنرال راحيل شريف د كراچۍ كور هېډكوارټر ته لاړد سدرن كمانډ روانو مشقونو جاج يې واخست

پینډۍ(پاکستان نیوز پوائنٹ 9نومبر2016ء) د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف د كراچۍ كور هېډكوارټر ته لاړو او هلته يې د روانو سدرن كمانډ مشقونو جاج واخست۔

آئي اېس پي آر له مخې سرلښكر جنرال راحيل شريف ته د روانو مشقونو او د كراچۍ پھ مجموعي وضعه بريفنګ وركړې شو۔سرلښكر جنرال راحيل شريف پھ نوي آپرېشنل او پیشه وارو تيارو د اطمينان څرګندونه وكړه۔

د

امنيتي كنفرنس مشري سرلښكر جنرال راحيل شريف كوله دغسې كنفرنس كښې د ملټري انټلي جنس ډي جي٬د ملټري آپرېشن ډي جي او د رينجرز ډي جي ګډون كولو۔

پھ غونډه كښې سرلښكر جنرال راحيل شريف په ښار كښې د امن وضعه ښه كولو له د امنيتي ځواك او قانون نافذ كوونكو ادارو كردار وستائېلو او سپارښتنه يې وكړه چې په كراچۍ كښې بشپړ امن بحالولو ته دې پام لرنه وكړې شي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې