پاك امريكا نالج كورېډور د پاكستان او امريكې سفارتي تاريخ يو مهم ګام دے۔د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال امريكائي پلاوي سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 9نومبر2016ء) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي پاك امريكا نالج كورېډور د پاكستان او امريكې سفارتي تاريخ يو مهم ګام دے چې ورسره به په راتلونكو لس كلونو كښې لس زره پي اېچ ډي سكالرز تيار كړې شي۔

ده د دې خيالاتو څرګندونه د امريكا پلاوي سره په ملاقات كښې وكړه۔د ده وېنا وه چې امريكا پاكستان نالج كورېډور سره به د دواړو هېوادونو اولس ته خپل مينځ كښې د غوره اړيكو جوړولو موقع په لاس ورشي۔

ده ووئيل د امريكا پاكستان نالج كورېډو سره به پاكستان كښې د پي اېچ

ډي سكالرانو كمې پوره شي۔ده ووئيل حكومت اعلٰی زده كړو ته د ودې وركولو عزم لري۔

او د دې لپاره پھ هره ضلع كښې د پوهنتون جوړولو منصوبه پیل شوې۔د پاكستان پھ اكانومي كښې د مېرمنو كردار ستائېلو سره ده ووئيل مېرمنو ته آسانۍ وركولو له ډے كيئر سنټرز جوړولې شي دې سره پاكستان انجينئرنګ كونسل يو داسې پروګرام جوړوي چې ورسره به مېرمنې كور كښې پاتې كېدو سره كار كولې شي۔

وفاقي وزير د آزاد كشمير اولس مشر مسعود خان سره هم ملاقات وكړو۔ملاقات كښې آزاد كشمير كښې په پرمختيائي پروژو د پیشرفت جاج واخستلې شو.

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې