د پاكستان او تركيه ترمينځه د آزاد تجارت د لوظ نامې پھ نتيجه كښې هر كال برآمدات 5 اربه ډالرو ته رسول كېدے شي۔ پاكستان بزنس كونسل
اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 8نومبر2016ء) د پاكستان او تركيه ترمينځه د آزاد تجارت د لوظ نامې پھ نتيجه كښې هر كال برآمدات 5 اربه ډالرو ته رسول كېدے شي۔
د پاكستان بزنس كونسل د تحقيقي راپور له مخې د پاكستان او تركيې ترمينځه به د آزاد تجارت لوظ نامه
د روان كال په پاې كښې لاس ليك شي او په نتيجه كښې به يې د هېواد برآمدات وده وكړي۔
د پاكستان په مقابله كښې د تركيې په برآمداتو كښې د 2 چنده زياتېدو توقع ده۔د پاكستان او تركيې د دوه اړخيزه تجارت ودې لپاره په راپور كښې تجويزونه وركړی شوي دي.