په پانامه پېپرز د پيپلز ګوند لخوا سېنټ او د پي ټي آئي لخوا ستره محكمه كښې وړاندې كړې شوې ټي او آرز كښې لوئے فرق دے۔ د وزيراعظم وياند ډاكټر مصدق ملك د نجي ټي وي پروګرام كښې خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 7نومبر2016ء) د وزیراعظم وياند ډاكټر مصدق ملك وئيلي دي په پانامه پېپرز د پيپلز ګوند لخوا سېنټ او د پي ټي آئي لخوا ستره محكمه كښې وړاندې كړې شوې ټي او آرز كښې لوئے فرق دے۔

د نجي ټي وي پروګرام كښې خپلو خبرو كښې ده ووئيل مخالفه ډلې دې د پانامه پېپرز

پلټنو له مخصوص شخصي ټي او آر نه جوړوي۔

ده ووئيل پانامه پېپرز كښې د وزيراعظم نامه شامله نه ده ولې بياهم ده ځان احتساب ته وړاندې كړو۔ ده ووئيل پي ټي آئي بايد پارلماني رويه خپله كړي او سياسي سكور بازۍ لپاره پارلمان څخه بهر په حكومت ټكونه كولو څخه ډډه وكړي۔

(وا/وا)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې