د پنډي بھټيا انټرچېنج سره نزدې د سختې لړې له امله درې ګاډي په خپلو كښې وجنګېدل٬ِ په پېښه كښې يو تن مړ او درې ژوبل شوي
پنډي بھټيا (پاکستان نیوز پوائنٹ 4 نومبر2016ء) د پنجاب د پنډي بھټيا انټرچېنج سره نزدې د سختې لړې له امله درې ګاډي په خپلو كښې وجنګېدل٬ِ په پېښه كښې يو تن مړ او درې ژوبل شوي دي۔
د خبر له مخې د پېښور اوسېدونكي عرفان د خپل ګاډې ښيښه پاكوله چې د سختې
لړې له امله ئې ګاډې پنډي بھټيا سره نزدې نورو دوه ګاډو سره وجنګېدو۔
په پېښه كښې ياد شوې تن عرفان مړ او نور درې كسان ژوبل شوي دي۔ د پېښې په اطلاع د ريسكيو 1122 مرستندويه ډلې راورسېدې او ژوبل شوي كسان په سمدستي توګه روغتون ته ورسول شول۔