د كابينه ډويژن پرمختيائي پروژو لپاره په مجموعي توګه 20 كروړه 83 لكه روپۍ جاري كړې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 4 نومبر2016ء) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت روان مالي كال په مهال پرمختيائي پروګرامونو كښې د كابينه ډويژن پرمختيائي پروژو لپاره په مجموعي توګه 20 كروړه 83 لكه روپو څخه زياتې جاري كړې دې۔

حكومت روان مالي كال په مهال كابينه ډويژن پرمختيائي كارونو لپاره

36 كروړ 93 لكه روپۍ څخه زيات فنډ بېل كړې۔د پلانننګ كمېشن جاري شوي شمېرو له مخې حكومت د 6 ايوي اېشن سكوارډن لپاره 13 كروړه 83 لكه٬ په 6 ايوي اېشن كښې امنيتي آلاتو لپاره 3 كروړه 43 لكه روپۍ٬كابينه ډويژن كښې د اي ګورننس لپاره 1 كروړ 56 لكه او نېشنل آركائيوز پاكستان لپاره 93 لكه روپۍ جاري كړی دې.

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې