د نېشنل فوډز سیكورټی اینډ ریسرچ ډویژن پرمختيائي كارونو لپاره 40 كروړه 85 لكھ روپو څخه زياتې جاری كړې شوې

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز28دسمبر 2018ء) د منصوبه بندې٬ پرمختګ او اصلاحاتو وزارت د روان مالي كال په مهال د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام له مخې نېشنل فوډز سیكورټی اینډ ریسرچ ډویژن پرمختيائي كارونو لپاره په مجموعی توګه تر اوسه 40 كروړه 85 لكھ روپو څخه زيات فنډز جاری كړې دې۔

حكومت د دې ډویژن پرمختيائي كارونو لپاره د روان مالی

كال په مهال يو ارب 14كروړه روپو څخه زيات فنډز بيل كړې۔ د پلاننګ كمېشن د اړخه جاری شوې شميرې له مخې حكومت د خېبرپښتونخوا په بيلو ضلعو كښې ایرډ زونز ریسرچ اپ ګریډېشن لپاره 10 كروړه 18 لكھ ، د زیتون كروندې لپاره 12كروړه ،نېشنل سرویلینس پروګرام لپاره 96 لكھ ، سویا بین فصل لپاره 73 لكھ روپو پشمول بيل پرمختيائي منصوبو له فنډز جاری كړې۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې