د نادرا په مرسته ټول هېواد كښې 8 لكھ 80 زره غیر رجسټرډ افغان كډوال رجسټر شوي

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز28دسمبر 2018ء) د سرحدي او ریاستی چارو وزارت د نېشنل ډیټا بیس رجسټریشن اتھارټی په مرسته ټول هېواد كښې د 8 لكھ 80 زره غیر رجسټرډ افغان كډوالو رجسټرېشن كړې ۔

تفصیلات له مخې د سیفران وزارت كال 18-2017 كښې په ټول هېواد كښې د غیر رجسټرډ افغان كډوالو د رجسټرېشن عمل په مهال 8 لكھ 80 زره

غیر رجسټرډ افغان كډوال رجسټرډ كولو سره هغوي ته اے سی سی كارډ جاری كړې ۔

د رجسټرېشن لپاره په ټول هېواد كښې نادرا 22 مركزونه جوړ كړې شوې وؤ چې پكښې د افغانستان د سفارت چارواكو تصدیق نه پس د رجسټرېشن عمل روان ؤ۔

رجسټریشن په مارچ 2018ء كښې بشپړ شوې چې پكښې 8 لكھ 80 زره افغان كډوال رجسټرډ كړې شوې۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې