اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره بېرسټر سلطان محمود وليدل جمو كشمير د نيمې وچې د وېش نامكمله اېجنډا ده٬ پاكستان به د مقبوضه كشمير د جائزو هلو ځلو اخلاقي٬ سفارتي او سياسي ملاتړ روان ساتي۔ ډاکټر عارف علوي
اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز18دسمبر 2018ء) اولس مشر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي جمو كشمير د نيمې وچې د وېش نامكمله اېجنډا ده٬ پاكستان به د مقبوضه كشمير د جائزو هلو ځلو خپل اخلاقي٬ سفارتي او سياسي ملاتړ روان ساتي۔
اولس مشر دا خبرې د آزاد كشمير پخواني وزيراعظم بېرسټر سلطان محمود سره كړې چا چې د نهې په ورځ اولس مشر سره ايوان صدر كښې ملاقات كولو۔
اولس مشر د هندي ځواكونو لخوا د بې ګناه كشميريانو په ضد په روانو ظلمونو او وحشيانه كاروائيو د اندېښنې څرګندونه كولو سره په نړيواله ورورولۍ زور رواړې چې ھغوي د ملګرو ملتونو د سلامتي
كونسل قراردادونو او د كشميريانو د هيلو له مخې د كشمير د اوږدې مودې شخړې هواري له او د بشري حقونو د سنګين خلاف ورزيو لاره نيولو لپاره خپل موثره كردار ولوبوي۔
اولس مشر د هندي جبر او ظلم په مړانه او بهادرۍ سره په مقابله كولو د نرانو كشميريانو د عزم ستائنه وكړه۔ ده ووئيل پاكستان د خپلو ګاډونډيانو هېوادونو پشمول ټولو هېوادونو سره د ملګرتيا اړيكو ته وده وركول غواړي۔
اولس مشر ډاكټر عارف علوي ووئيل پاكستان د خبرو اترو د لارې ټولې مسئلې هوارول غواړي۔ ده ووئيل د كشمير كشالې د هواري نه غېر منطقه كښې د امن خوب به نېمګړې وي۔