صلاحيت لرونكي ځوانان زمونږ د هېواد قيمتي سرمايه ده٬لوے څښتن پاكستان له ټول قدرتي وسائل وركړي بايد مونږ د هغې قدر وكړو۔د موسمياتي بدلون دوهمې وزيرې زرتارج ګل نېشنل هارټيكلچر سوسائټۍ دستورې ته خطاب

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز18دسمبر 2018ء) د موسمياتي بدلون دوهمې وزيرې زرتارج وئېلي دي چې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې به داسې ځانګړي كارونه كولې شي چې راروان حكومت به هم د تحريك انصاف وي٬ صلاحيت لرونكي ځوانان زمونږ د هېواد قيمتي سرمايه ده٬لوے څښتن پاكستان له ټول قدرتي وسائل وركړي بايد مونږ د هغې قدر وكړو۔

د دې خيالاتو څرګندونه دې د نهې په ورځ نېشنل هارټيكلچر سوسائټۍ آف پاكستان د سيوري لاندې د ګلونو نندارتون دستورې ته پھ خپل خطاب كښې وكړه۔

زرتاج ګل ووئيل په ژوند كښې كوم هم كار مشكل نه دې٬دې لپاره كلكې ارادې او هلو ځلو ته اړتيا ده۔كله چې ما د پنجاب پسمانده ضلع كښې د پاكستان

تحريك انصاف پليټ فارم څخه سياست پیل كړو نو زه ګڼو ستونزو سره مخ شوې ووم ځكه چې زما سياسي مخالفينو د څو لسيزو راهيسې په دغه سيمه كښې سياست كولو۔

دې ووئيل عمران خان يوازې پھ كار باور لري٬كله چې هم د كابينې غونډه كېږي نو هغه د يو يو وزير څخه د كاركرډګۍ په اړه پوښتنه كوي۔

دې ووئيل پاكستان تحريك انصاف د كرپشن په ضد بشپړه كار كوي٬د كومې ميوې به چې په سباؤن كښې رامخې ته شي۔دې ووئيل د سوسائټۍ د اړخه چې په اسلام آباد كښې كوم نندارتون كېږي هغه وګړو له د ښه چاپیرچل او تفريح وركولو ښه ذريعه ده۔

دې ووئيل پاكستان له لوے څښتن ټول قدرتي وسائل وركړي بايد مونږ د دې وسائلو قدر وكړو۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې