د پاكستان وزيراعظم د چين دوره ډېره كاميابه وه۔د چين سفير ياؤ جنګ دستورې ته خطاب

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 30 نومبر 2018ء) پاكستان كښې د چين سفير ياؤ جنګ د پاكستان وزيراعظم عمران خان د چين اوسنۍ دوره كاميابه ګرځولو سره وئېلي دي د چين مشرتابه او اولس د وزيراعظم عمران خان پاكستان لپاره د ده مثبت سوچ او د اولس خېرښېګړې او د بې وزلۍ ٬ كرپشن ختمولو او د هېواد د پرمختګ وژن څخه زيات متاثره شوي۔

د جمعې په ورځ په اسلام آباد كښې يوې دستورې ته د چين سفير ووئيل د وزيراعظم د چين دوره ډېره كاميابه

وه۔ده ووئيل د چين مشرتابه٬تجاران او اولس په دې خبره متفق دي چې پاكستان د چين مضبوط او مستحكم ملګرے دے۔

سفير ووئيل چين به ټول عمري د پاكستان پرمختګ كښې بشپړه مرسته كوي۔ده هيله ولرله چې د پاكستان وزيراعظم به د خپل عزم او حوصلې د لارې د هېواد اقتصادي او سماجي پرمختګ كښې مثبت بدلون راولي۔

ده ووئيل سي پېك په خپلو پښو د اودرېدو منصوبه ده او د معيشت ښه والي له به پاكستان سره مرسته روانه ساتو۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې