د هاؤسنګ اينډ وركس وزارت ذيلي ادارې سټېټ آفس د غېر قانوني قبضه ګرو څخه 523 سركاري كورونه خالي كړل

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 30 نومبر 2018ء) د هاؤسنګ اينډ وركس وزارت ذيلي ادارې سټېټ آفس د غېر قانوني قبضه ګرو څخه 523 سركاري كورونه خالي كړې دي۔

اے پي پي ته د وزارت اړوند چارواكو ووئيل په دې عملياتو كښې د اسلام آباد ذيلي انتظاميې د قانون ترمخه كاروائۍ كښې برخه اخستې ٬ دغسې په لاكهونو الارټمنټ ته

سترګې په لار وفاقي ملازمينو ته په ميرټ 720 كورنه الارټ كړې شوي۔

د يوې پوښتنې په ځواب كښې چارواكو ووئيل په بېلو عدالتونو كښې 365 مقدمې ځنډولې شوې وې كومو لپاره چې ډلې جوړې كړې شوي ۔

دې ډلو په عدالتونو كښې د قانون ترمخه خپل دريځ بيان كړے او د 26 مقدمو نه غېر د نورو ټولو مقدمو پريكړې عدالتونو كړې دي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې