وزيراعظم محمد نواز شريف د كشمير او لائن آف كنټرول تازه وضعې په اړه د پارلماني مشرانو غونډه د ګل په ورځ راوبلله
اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 30ستمبر 2016ء) وزيراعظم محمد نواز شريف د كشمير او لائن آف كنټرول تازه وضعې څخه خبرولو لپاره د پارلماني مشرانو غونډه د ګل په ورځ رابللې ده ۔
د وزيراعظم هاؤس لخوا جاري شوي بيان له مخې په لائن آف كنټرول د تاؤ تريخوالي تر مخه او د كشميريانو وروڼو سره
د يو والي څرګندونې لپاره د وفاقي كابينې د اجتماعي غبرګون دا وړومبنې مهم ګام ؤ۔
بيان كښې وئېلي شوي په دوهم ګام كښې به د كشميري اولس د حق خود اراديت لپاره په هلو ځلو كښې د پاكستان اخلاقي٬سفارتي او سياسي مرستې پخلي لپاره ټولو پارلماني ګوندونو له اجتماعې غږ پورته كول وي۔