پاك پوځ په وركنګ باؤنډري او لائن آف كنټرول چمتو ولاړ دے٬ د دښمن د كوم هم جارحيت ځواب به وركولې شي٬د ناوړه ډنډورو د لارې په پاكستان فشار نه شي راوړلے كېدې ۔سرلښكر جنرال راحيل شريف د نوي كم بېټ ري اېكشن ټريننګ سنټر تږ په موقع خطاب

پینډۍ(پاکستان نیوز پوائنٹ 30ستمبر 2016ء) سرلښكر جنرال راحيل شريف وئېلي دي پاك پوځ په وركنګ باؤنډري او لائن آف كنټرول چمتو ولاړ دے٬د دښمن د كوم هم جارحيت ځواب به وركولې شي٬ په منفي ډنډورو په پاكستان فشار نه شي راوړلے كېدې ۔

ده د جمعې په ورځ د لاهور دورې په موقع خطاب كولو۔د آئي اېس پي آر له مخې سرلښكر جنرال راحيل شريف د لاهور ګيرجن نزدې سيمه كښې د نوي كم بېټ ري اېكشن ټريننګ سنټر دوره هم وكړه۔

سرلښكر ته سنټر كښې وركړې كېدونكې تربيې په حقله بريفنګ وركړې شو۔پوځي ځوانانو سره د خبرو په مهال سرلښكر د پوځي افسرانو او ځوانانو په جنګي تيارو زور راوړلو سره ووئيل د جنګ ګټلو لپاره كاميابه

تربيې ته اړتيا ده۔

سرلښكر د وسله والو ځواكونو په جنګي تيارو د اطمينان څرګندونې سره ووئيل په لائن آف كنټرول او وركنګ باؤنډري پاك پوځ په بشپړه توګه چمتو ولاړ دے۔

ده ووئيل پاك پوځ د كوم هم جارحيت ځواب وركولو صلاحيت لري۔د دې نه وړاندې سرلښكر ګرېژن اكېډمي كښې د جونيئر كېمپس لاهور پرانسته وكړه او د سكول په وړومبۍ اسمبلۍ كښې ئې ګډون وكړو۔

سرلښكر جنرال راحيل شريف 40 كاله وړاندې پخپله په دې اداره كښې زده كوونكې وو۔چرته چې هغه د 1967 نه تر 1972 زده كړې كړې دي۔

پھ دې موقع د ګريژن ايجوكېشن سسټم فيكټلي او افسران هم موجود وو۔د لاهور كور كمانډر جنرال صادق علي هم د سرلښكر سره ملګرے ؤ.

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې