د روژې مباركه مياشت كښې د اسلامي تعليماتو ترمخه دې د مستق او حاجتمندو مرسته باوري كړې شي۔ راپور
اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 22 مئی 2018ء) د روژې مباركه مياشت كښې بېل فلاحي تنظيمونه زکواۃ، صدقات، خېرات او فطرانه جمع كولو سره د خېر ښېګړې بېلو هلو ځلو كښې برخه ا خلي۔
د وګړو وېنا ده چې د روژې او عبادت سره سره دې د خپل زکواۃ، صدقات او فطرانې ادائيګي هم مذهبي فرض وګڼلې شي۔ بياهم ضرورت ددې خبرې دې چې زکواۃ، صدقات
او فطرانه دې په حقيقي توګه مستحق كسانو ته وركړې شي۔
د وګړو وېنا ده چې د پېشه ورو سوالګرو په ضد دې كاروائي وكړې شي او د هغه رجسټرډ فلاحي تنظيمونو چې كوم سياسي عزائم نه لري د لارې دې د حاجتمندو مرسته وكړې شي۔
وګړو په دې خبره زور راوړې چې د اسلامي تعليماتو ترمخه دې د مستحق او حاجمتندو مرسته باوري كړې شي۔