د پينډۍ ډویژن پشمول فاټا، کشمیر او ګلګت بلتستان كښې د باران امکان دے ، د موسميات څانګه

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 21 مئی 2018ء) د پينډۍ ډویژن پشمول فاټا، کشمیر او ګلګت بلتستان كښې په ځينو سيمو كښې د تيزو هواګانو سره د باران امکان دے۔

د موسمیات څانګې له مخې (نن) د نهې په ورځ د هېواد په زياتره سيمو كښې به موسم ګرم او خشك وي خو په خېبرپښتونخوا، پينډۍ ډویژن، فاټا، کشمیر

او ګلګت بلتستان كښې په ځيني ځايونو كښې د تيزو هواګانو سره د باران امکان شته۔

د تيرو 24 ساعتو په مهال د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم ګرم او خشك ؤ۔ د ګل په ورځ تر ټولو زيات درجه حرارت چھور 47، مټھی 46، سبی 45، کراچۍ، موهنجوداړو، ټھټھه او سکھر كښې 44 ډګری سینټی ګريډ ریکارډ كړې شوې۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې