د پېښور پوهنتون دوه سكالرانو پي اېچ ډي وكړه

پېښور (پاکستان پوائنٹ نیوز 19 مئی 2018ء) د پېښور پوهنتون د سياسيات څانګې ريسرچ سكالر احمد علي او مكرم شاه ګېلاني پي اېچ ډي وكړه۔

په دې لړ كښې د سياسيات څانګه كښې يوه دستوره وشوه كومه كښې چې سكالرانو د خپل تحقيق په اړه د پوښتنو په زړه پورې ځوابونه وكړل او په سياسيات كښې د پي اېچ ډي ډګرۍ حقدار وګرځولې شول۔

د سکالر احمدعلی

د مقالې موضوع " پاکستان کی خارجه پالیسی کے مختلف ادوار پر امریکی اثرات" او د سکالر مکرم شاہ ګیلانی مقالې موضوع "پاکستان کی بلوچستان میں جاری شدت پسندوں کے خلاف قیام امن اور پالیسی اقدامات پر روشنی" وه۔

دستوره كښې د سياسيات څانګې چیئرمېن پروفېسر ډاکټر اے زیډ هلالی ، فېکلټی ،ریسرچ سکالرانو او زده كؤونكو ګډون وكړو۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې