مقبوضه بېت المقدس كښې د امريكائي سفارتخانې پرانسته د نړيوال قانون او په خاص توګه د القدس الشريف حېثيت په اړه د ملګرو ملتونو د قراردادونو خلاف ورزي ده۔ تهمينه جنجوعه

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 19 مئی 2018ء) خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه وئيلي دي مقبوشه بېت المقدس كښې د امريكائي سفارتخانې پرانسته د نړيوال قانون او په خاص توګه د القدس الشريف حېثيت په اړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل او عمومي اسمبلۍ د قراردادونو خلاف ورزي ده۔

دې ووئيل مونږ مسلمانانو له به يو موټې كېدل وي او په دې نازك صورت حال كښې به زمونږ د ګډې غږ اورېدلې شي۔ خارجه سېكترې ووئيل د فلسطين او جموں وكشمير دواړو سيمو صورتحال د مهذبې نړۍ نړيوال ضمير ته غږ كوي۔

استنبول كښې د او آئي سي د مشرانو غونډې څخه

وړاندې د خارجه وزيرانو كونسل غونډې ته خطاب كښې خارجه سېكترې د اسرائيلي ځواكونو دلاسه په غزه كښې د بې ګناه فلسطيني وګړو په شهادت اولس مشر محمود عباس او فلسطيني اولس سره د زړه د كومي څخه غمرازي وكړه۔

دې ووئيل سوليز احتجاج بنيادي انساني حق دے۔ فلسطيني وګړي القدس كښې د امريكائي سفارت په ضد احتجاج كوي كوم چې د ټولې نړۍ مسلمانانو لپاره يو مقدس ځائې دے۔

دې ووئيل مونږ مسلمانانو له به يو موټې كېدل وي او په دې نازك صورتحال كښې به زمونږ د ګډې غږ اورېدلې شي۔ ددې مقصد لپاره به ټولې اسلامي نړۍ له يو كېدل وي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې