عمران خان هېواد كښې د اړي ګړي او تشدد سياست له هوا وركوي٬هند پھ مقبوضه كشمير كښې تشدد كوي٬په داسې وخت د عمران خان رائے ونډ ته تلل او د حكومت په ضد احتجاج د پوهې نه لرې خبره ده۔د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجيس طاهر بيان

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 21ستمبر 2016ء) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجيس طاهر د عمران خان په سياست د افسوس څرګندونې سره وئېلي دي له بده مرغه عمران خان هېواد كښې د اړي ګړي او تشدد سياست له هوا وركوي۔

د شورو په ورځ جاري شوي يو بيان كښې برجيس طاهر ووئېل نن هېواد يو اړخ ته د هند جنګي جنون سره مخ دے نو بل خوا عمران خان په هېواد كښې د اړي ګړي سياست له هوا وركوي۔

ده ووئيل د محمد نواز شريف كور پلو د عمران خان د مارچ اعلان په سياست

كښې د هغه د غېر ذمه واره طرزعمل عكاسي ده۔وفاقي وزير ووئيل په داسې حالاتو كښې كله چې هند په مقبوضه كشمير كښې سخت تشدد كوي او بل خوا د عمران خان رائے ونډ كښې د حكومت په ضد احتجاج كول د پوهې نه لرې خبره ده۔

ده ووئيل دا به ډېر ښه وو چې عمران خان حالاتو ته كتل او د كشميري اولس مرستې او په مقبوضه كشمير كښې د هندي عسكرو د سختو كاروائيو په ضد ئې مارچ كړے ؤ خو افسوس په دې خبره چې هغه د خپلې ذاتي ګټې لپاره د نواز شريف په ضد احتجاج پېل كړی دې (ص ف/ض ض/وس/2215)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې