اولس مشر ممنون حسېن د بلوچستان بزرګ اديب او كارپوهه عبدالله جمالديني په مړينه خواشيني وښودله
اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 21ستمبر 2016ء) اولس مشر ممنون حسېن د بلوچستان بزرګ اديب او كارپوهه عبدالله جمالديني په مړينه خواشيني ښودلې۔
د شورو په ورځ د ايوان صدر لخوا جاري شوي بيان له مخې اولس مشر ووئيل چې د عبدالله جمالديني
ارواښاد د بلوچ ادب لپاره لوي خدمات دي كوم به چې تل ياد ساتلې شي۔
ده ووئيل چې بلوچستان د يو لوي شخصيت نه محروم شوے۔ ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد ته د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي۔