اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 16ستمبر 2016ء) د پاکستان پيپلز ګوند چیئرمېن بلاول بھټو زرداري د مهمند اېجنسۍ په انبار تحصيل كښې په جومات د ځانمرګي بريد غندنه كولو سره وئيلي دي چې بې ګناه وګړي
قتلوٶنكي وحشيان اسلام سره هېڅ تعلق نه لري۔
د جمعې په ورځ د غندنې په خپل بيان كښې ده د پېښې د شهيدانو كورنيو سره د خواخوږۍ څرګندونه كولو سره د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره دعا وكړه۔