امريكائي سفير احسن اقبال سره وليدل

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 16ستمبر 2016ء) په پاکستان كښې د امريكې سفير ډېوډ هېل د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال سره ليدلي۔

د ملاقات په مهال د پاكستان او امريكا د نالج كوريډور او د تعليم په څانګه كښې د مرستې پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔

په دې موقع

خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل چې پي اېچ ډي لپاره به لس زره پاكستاني سكالران امريكې ته لېږلې شي۔ پاكستان چې د تعليم په څانګه كښې امريكې سره كوم قوي اړيكې غواړي نالج كورېډور سره به دا اړيكې لا قوي شي۔

په دې موقع وفاقي وزير د زلمو او انجونو د ټولنې په پرمختګ كښې فعاله كردار هم رامخې ته كړو۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې