پيپلز ګوند مايوسه كړم٬د هغوي د اوسني كردار نه پس د نګران وزيراعظم په حقله هغوي سره مشاورت نشي كېدې٬د كومې ادارې څخه هيله نه لرو٬ټوله معامله ناوړه ښكاري٬د كاركردګۍ باوجود هم نامه په اي سي اېل كښې د اچولو وئېلې كېږي۔ د پخواني وزيراعظم نواز شريف احتساب عدالت په خوا كښې مېډيا سره خبرې
اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 22مارچ2018ء) پخواني وزيراعظم نواز شريف وئيلي دي د پيپلز ګوند څخه مايوسه شوې يم٬د هغوي د اوسني كردار نه پس د نګران وزيراعظم په حقله هغوي سره مشاورت نه شي كېدې٬د كومې ادارې څخه څه هيله نه لرو٬ټوله معامله خرابه ښكاري٬د كاركردګۍ باوجود نامه په اي سي اېل كښې د اچولو وئېلې كېږي۔
د زيارت په ورځ احتساب عدالت كښې د مېډيا سره غېر رسمي خبرو كښې نواز شريف ووئيل لوډشېډنګ ختمونكې٬اتومې چاودنې كونكې او په كراچۍ كښې امن بحالونكې نن عدالت كښې ناست دے٬زه د آئين سرلوړۍ له د ټولو سره په ګډه
كار كولو له چمتو يم۔
ده ووئيل د اقامې په بنياد اول د وزيراعظم چوكۍ څخه او بيا د ګوند صدارت څخه اخوا كړې شوم او اوس هم په دغه پريكړه د ټول عمري نااهله كولو سوچ لري۔
ده ووئيل پما هېڅ ډول د كرپشن تور ثابت نه دے۔ده ووئيل كراچۍ٬پنجاب او پېښور ته دې وګوري نو فرق څرګند دے۔ نواز سريف ووئېل د ډالر قيمت د 2013 نه پس څه ؤ او اوس څه دے۔
ده ووئيل بلوچستان كښې د بدلون راوستو حاجت ولې رامخې ته شوې٬دا ټول د اولس په وړاندې دي۔ده ووئيل عمران خان به اول په مينار پاكستان كښې جلسې كولې اوس په كليو كوڅو كښې جلسې كوي۔