د اوسنو چېلنجونو لامله د پاكستان مېري ټائم سېكټر به لا مستحكم كول وي۔ دفاع لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ غړو د پي اېم اېس اے هېډكوارټر دورې په مهال خبرې
اسلام آباد(پاکستان نیوزپوائنٹ 20مارچ2018ء) دفاع لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ وئيلي دي د اوسنو چېلنجونو لامله د پاكستان مېري ټائم سېكټر به لا مستحكم كول وي۔
دا خبره د چیئرمېن شېخ روحالی اصغر په مشرۍ كښې د كمېټۍ غړو د نهې په ورځ د پاکستان مېری ټائم سېکورټی ایجنسۍ (پی اېم اېس اے) هېډكوارټر دورې په مهال وكړه۔
هېډكوارټر ته په راتلو د پي اېم اېس اے ډائرېكټر اېډمرل ذکاء الرحمن اېس آئی (اېم) غړو ته هركلې ووې۔ كمېټۍ ته ووئيلې شؤ چې په كال 1987ء كښې جوړ شوې اېم اېس اے د پاكستان يوازنۍ مېری ټائم لاء انفورسمنټ ایجنسی ده كومې ته چې د پاكستان ټولو سمندري حدونو كښې د قامي او نړيوالو قانونونو ٬ لوظنامو او كنونشنز نافذ كولو مېنډېټ ترلاسه دے۔
دا ايجنسي د يو شمېر سمندري پلېټ فارمز سره سره الوتكې هم لري۔ د كمېټۍ غړو ته ووئيلې شو پی اېن اېس اے ژورو اوبو سره د پاكستان د سمندرونو داخلي حدونو
كښې هم فعاله آپریشنز كوي۔
غړو ته د مهم ریسرچ او رسکیو، غیر قانونی ښكار ٬ د نشائي توكو قاچاق مخنيوي آپریشنز په شمول د پی اېن اېس اے صلاحیتونو په اړه ووئيلې شؤ۔
د كمېټۍ غړو ته د پی اېن اېس اے صلاحیتونو كښې زياتوالي له نوې مجوزه منصوبو كښې د جهازونو شموليت ٬ فاسټ بوټس او د انفراسټركچر پرمختګ په اړه هم بريفنګ وركړې شو۔
د قامی اسمبلۍ غړي پی اېن اېس اے كښې د شامل كړې شوي اېم پي وي د لارې سمندر ته يوړلې شول چرته چې دوئي د بېلو آپریشنل هلو ځلو ننداره وكړه او د جهاز عملې او چارواكو سره ئې خبرې وكړې۔
كمېټۍ د پي اېن اېس اے عملې او افسرانو د پېشه ورو صلاحيتونو ستائنه وكړه۔ كمېټۍ دا خبره ومنله چې د اوسنو چېلنجونو لامله د پاكستان مېري ټائم سېكټر به لا مستحكم كول وي۔
کمیټۍ د پاکستان سمندری پولو ساتنې او اقتصادي ګټو كښې كردار ترسره كولو له د هر ډول ممكنه مرستې باور وركړو۔