د پیښور په ورسك سړك څلور ترهه ګر وژل شول۔ آئي اېس پي آرڅلور بريد كوونكي سهار د امنيتي ګارډ ويشتلو نه پس كرسچين كالونۍ ته وردننه شوې وو

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 02 ستمبر 2016ء) د پیښور په ورسك سړك څلور ترهه ګر وژلې شوي دي ۔د جمعې پھ ورځ د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوي بيان له مخې څلور بريد كوونكي سهار په 5 ساعته او 50 دقيقې د امنيتي ګارډ ويشتلو نه پس كرسچين كالونۍ ته وردننه شوې وو٬امنيتي ځواكونو په سمدستي توګه ځوابي كاروائۍ

وكړه او سيمه ئې ولقه كښې واخسته۔

په دې موقع امنيتي ځواكونو او د ترهه ګرو تر مينځه ډزې وشوې چې پكښې ټول ترهه ګر ووژل شول ٬دغسې د فرنټيئر كور دوه ځوانان٬يو پوليس او سويلين ګارډز ژوبل شوې دې ۔

امنيتي ځواكونو كرسچين كالونۍ كښې صورتحال قابو كولو نه پس د لټون عمليات پېل كړې دي.

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې