هند سره خبرو اترو لپاره به شرطونه نه منو٬ پاكستان به د كشمير كشاله په هره نړيواله كچه پورته كوي٬ د امريكې هند دفاعي لوظنامې څخه د سوئيلي آسياء ستراتېژك توازن متاثرېدل نه دې پكار ٬ وزیر اعظم نواز شریف د بان كي مون په ځوابي چيټۍ كښې د هندي ځواكونو لخوا د بشري حقونو د خلاف ورزيو پلټنو له فېكټ فائنډنګ مشن مقبوضه كشمير ته د لېږلو غوښتنه كړې٬ د افغان چارواكو لخوا په معذرت كولو چمن بارډر بيا پرانستل شوې٬ پاكستان د ترهه ګرو ډلو په ضد د بې فرقه كاروائۍ كوي٬ سعودي كښې د د كوم پاکستاني د نيولو اطلاعات رښتيا نه دي۔د خارجه وياند نفيس زكريا خبري بريفنګ

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ یکم ستمبر 2016ء) پاکستان يو ځل بيا سپيناوے كړے هند چې كله هم غواړي پاكستان خبرو اترو له چمتو دے خو د هند سره خبرو اترو له به شرطونه نه منو٬ پاكستان به په هره نړيواله كچه د كشمير كشاله پورته كوي٬ د امريكې هند دفاعي لوظنامې څخه د سوئيلي آسياء ستراتېژك توازن متاثره كېدل نه دې پكار ٬ وزیر اعظم نواز شریف د بان كي مون په ځوابي چيټۍ كښې د هندي ځواكونو لخوا د بشري حقونو د خلاف ورزيو پلټنو له فېكټ فائنډنګ مشن مقبوضه كشمير ته د لېږلو غوښتنه كړې٬ د افغان چارواكو لخوا د معذرت نه پس چمن بارډر بيا پرانستلې شوې٬ پاكستان د ترهه ګرو ډلو په ضد د كوم فرق نه غېر كاروائۍ كوي۔

د زيارت په ورځ د اونيز بريفنګ په مهال د پوښتنو په ځواب كښې خارجه وزير نفيس زكريا د كشمير پحقله د پوښتنې په ځواب كښې ووئيل هند چې كله هم غواړي پاكستان خبرو اترو له چمتو دے خو د كشمير كشاله به سرفهرست وي۔

خارجه وياند ووئيل وزیر اعظم نواز شریف د ملګرو ملنوتونو د عمومي سېكتر بان کي مون د چيټۍ په ځواب كښې د شورو په ورځ عمومي سېكتر ته مقبوضه كشمير كښې په تندۍ سره د خرابېدونكې وضعې او د هندي ځواكونو د ظلم نه خبرولو لپاره د فېكټ فائنډنګ مشن لېږلو غوښتنه كړې۔

وزیر اعظم خپله چيټۍ كښې وئيلي دي د مقبوضه كشمير صورتحال سره هېڅ ډول موازنه نشي كېدې چرته چې هندي ځواكونه د تېرو څو لسيزو راهسې په بې ګناه كشميريانو ظلمونه كوي٬ چيټۍ كښې د هندي وزیر اعظم لخوا د بلوچستان په اړه بيان د ملګرو ملتونو د چارټر خلاف ورزي ګرځولو سره وزيراعظم وئيلي دي ٬ د هندي وزيراعظم بيان مقبوضه كشمير كښې

د هندي ظلمونو څخه د نړيوالې ورورولۍ پام اخوا كولو ناكامه هڅه ده۔

د هند ٬ افغانستان او امريكې پشمول د درې كسيزې ډلې جوړېدو په اړه وياند ووئيل مونږ د دې ډلې جوړېدو مقاصدو نه خبر يو خو چې تر څو افغانستان كښې د امن تعلق دے٬ پاكستان افغانستان كښې امن لپاره د هلو ځلو كولو عزم لري٬ ده ووئېل مونږ ګڼو چې افغانستان كښې امن د پاکستان او منطقې په ګټه دے۔

د امريكې او هند د اوسنۍ دفاعي لوظنامې په اړه د پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل دا د دوه خپلواكه هېوادونو تر مينځه معامله ده خو دې څخه بايد سوئيلي آسيا كښې ستراتېژك توازن متاثره نشي۔

د چمن بارډر په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې نفيس زكريا ووئيل دواړه هېوادونه هره مياشت باقاعدګۍ سره فلېګ ميتنګ ته سلا شوي٬ دواړو هېوادونو د قامي بېرغونو ٬ لارښودو او سندونو په احترام هم اتفاق كړې٬ په دې لړ كښې به د ستمبر په 5مه نيټه غونډه كېږي۔

غونډه كښې به د پاسپورټ او ويزا په چارو خبرې كولې شي ۔د امریکائي خارجه وزير جان كېري د ترهه ګرۍ پحقله په بيان تبصره كولو وياند ووئيل پاكستان د ټولو ترهه ګرو ډلو په ضد د كوم فرق نه غېر كاروائۍ كوي٬ ترهه ګري د كوم يو هېواد نه نړيواله مسئله ده او د دې مخنيوي له نړيوالو هلو ځلو ته اړتيا ده۔

وياند ووئيل مونږ امريكا كښې د پاكستان په ضد د كار كوونكو عناصرو نه ښه خبر يو۔ سعودي عرب كښې د ايسار شويو پاكستانيانو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې نفيس زكريا د ويزے نه غېر د پاكستانيانو كارمندانو د نيولو پحقله اطلاعات رد كولو سره ووئيل سعودي چارواكو په دې لړ كښې ټوله ممكنه مرسته باور راكړې۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې