د پاكستان 152 زائرینو هند كښې د حضرت خواجه علاؤالدین علی احمد صابر كلن عرس دستورو كښې ګډون
اسلام آباد(پاکستان نیوزپوائنٹ 06دسمبر2017ء) د پاكستان 152 زائرینو د هند اترا كهنډ رياست كښې د حضرت خواجه علاؤالدین علی احمد صابر كلن عرس دستورو كښې ګډون وكړو۔
زائرینو د مذهبی چارو وزارت او پاکستان هائی کمېشن چارواكو سره په مزار روایتی څادر خپور كړو او فاتحه
خوانی ئې وكړه۔
زائرینو د سجادہ نشېن شاہ منصور اعجاز صابری او علی اعجاز صابری سره ملاقات وكړو او په اسانيو وركولو ئې د هغوي مننه وكړه۔
بلخوا 119 هندوانو زائرینو ډله به شری کټاس راج دھام كښې مذهبی رسوماتو كښې د ګډون په غرض تر 7 دسمبر پاکستان ته راځي۔