پاكستان د امريكې سفارت بېت المقدس ته د منتقل كولو په راپورونو اندېښنه څرګنده كړه سفارت بېت المقدس ته منتقل كول د نړيوالو قوانينو او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو په ضد ګرځولې فعل دے٬ امريكا دې د داسې هر اقدام نه ډډه وكړي چې ورسره د القدس قانوني او د تاريخي حېثيت سره چارټر ته خطر وي۔ د وزيراعظم دفتر بيان

اسلام آباد(پاکستان نیوزپوائنٹ 06دسمبر2017ء) د پاكستان حكومت د امريكې سفارت د تل ابيب څخه بېت المقدس ته د منتقل كولو په راپورونو د تشويش څرګندونه كولو سره دا د نړيوالو قوانينو او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو په ضد فعل ګرځولې دے۔

د شورو په ورځ د وزيراعظم هاٶس لخوا د جاري شوي بيان له مخې پاكستان وئيلي دي امريكائي اقدام سره به د سيمه ايز امن او استحكام ځپلې كېدو سره مېنځني ختيز كښې پائېدار امن لپاره تر سره شوې ټولې هڅې عبس وګرځي۔

بيان كښې پاکستان امریکې څخه غوښتنه كړې چې امريكا دې د داسې هر اقدام نه ډډه وكړي چې ورسره د القدس قانوني او د تاريخي حېثيت سره

چارټر ته خطر وي۔

پاکستان وئيلي دي دې اقدام سره به نه يوازې د لسيزو راهسې جوړ نړيوال اتفاق ته زيان ورسي بلكې سيمه ايز امن او استحكام نه علاوه به مېنځني ختيز كښې پائېدار امن لپاره تر سره شوې ټولې هڅې عبس لاړې شي۔

د پاکستان حکومت او اولس د امريكائي سفارت القدس ته د منتقل كېدو پحقله د مجوزه منصوبې غېر متزلزل مخالفت كوي او پاكستان په دې لړ كښې په دې وروستيو كښې د او آئي سي لخوا د حتمي اعلاميې توثيق كوي۔

پاکستان فلسطیني اولس سره د بشپړه يوالي پخلې كولو او د 1967 نه وړاندې د سرحدونو بحالۍ او د پايه تخت القدس شريف سره د آزاد فلسطيني رياست جوړولو غوښتنه كړې ده۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې