قامي اسمبلۍ٬د سپريم كورټ او هائي كورټ ججانو شمېره زياتولو په اړه بلونه وځنډول
اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ21نومبر2017ء) قامي اسمبلۍ كښې د مسلم ليګ(ن)مېرمنې غړي ثريا اصغر د سپريم كورټ او هائي كورټ ججانو شمېرې زياتولو په اړه بلونه ځنډولې شوې دي ۔
د نهې پھ ورځ قامي اسمبلۍ كښې ثريا اصغر تحريك وړاندې كړو چې د سترې محكمې ججانو شمېرې بدلون بل 2017 وړاندې كولو اجازه دې راكړی شي۔
وفاقي
وزير زاهد حامد ووئيل د دې حاجت نشته بايد دا وځنډولې شي او په دې سپيكر دا بل وځنډولو۔وروستو ثريا اصغر د اسلامي جمهوريه پاكستان دستور كښې د لا بدلون كولو بل ايوان ته د وړاندې كولو اجازه وغوښته۔
وفاقي وزير زاهد حامد ووئيل د حكومتي غړي لخوا د داسې بل راوړولو هېڅ حاجت نشته او دغسې سپيكر دا بل هم وځنډولو۔