حكومت پھ هېواد كښې د بشري حقونو٬د مېرمنو د حقونو تحفظ لپاره هلې ځلې كوي٬ډېره اسماعيل خان كښې د مېرمنې سره په رامخې ته شوې پیښه نظر لرو٬د وزارت د هڅو په سوب اېف آئي آر كښې ناقابل ضمانت دفعه شامل كړی شوې۔د بشري حقونو وفاقي وزير ممتاز احمد تارړ قامي اسمبلۍ كښې د پام راګرځونې نوټس ځواب

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ21نومبر2017ء) د بشري حقونو وفاقي وزير ممتاز احمد تارړ وئېلي دي حكومت پھ هېواد كښې د بشري حقونو او په خاص توګه د مېرمنو د حقونو تحفظ لپاره فعاله هڅې كوي او د بشري حقونو وزارت په ډېره اسماعيل خان كښې د مېرمنې سره په رامخې ته شوې پیښه نظر لرې٬د وزارت د هڅو په نتيجه كښې اېف آئي آر كښې ناقابل ضمانت دفعه شامله كړی شوې۔

د نهې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د زهره ودود او په هېواد كښې په اوسنو اونيو كښې د بشري حقونو او مېرمنو د بشري حقونو له مينځه وړولو پیښو سره د اړوند پام ګرځونې په نوټس ده ووئيل حكومت

د مېرمنو حقونو ساتنو له ټول عمري هڅې كړي۔

ده ووئېل په ډېره اسماعيل خان كښې د 9 كسانو د 16 كلنې انجونې د بې پردګۍ په حالت كښې په كوڅو ګرځول د افسوس وړ پېښه ده۔

ده ووئېل د تورونو عمرونه د 40 نه تر 50 كلونو دي۔د دغې انجونې پھ ورور دا تور ؤ چې دوه كاله وړاندې هغه د كومې انجونې سره ناوړه اړيكې لرلې٬زمونږ د وزارت چارواكي دغه مېرمن ته تللي او د ملاقات څخه وروستو يې اېف آئي آر درج كړې٬ ده ووئېل زمونږ د هڅو په نتيجه كښې د ضمانت نه ځانله اېف آئي آر درج كړی شوې۔

ده ووئيل هيله ده چې حكومت به د دې پیښې مركزي كردار ونيسي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې