د ترهه ګرۍ ناوړه کارروائیو سره د قام عزم کمزورې كيدې نه شي، د پولیسو ځوانانو ته پيرزوئنې وړاندې كوود اطلاعات،خپرونو او قامی ورثې دوهمې وزيرې مریم اورنګزیب د کوئټې چاؤدنې غندنه وكړه

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ18اکتوبر2017ء) د اطلاعات،خپرونو او قامی ورثې دوهمې وزيرې مریم اورنګزیب د کوئټې چاؤدنې غندنه كړې۔

د شورو په ورځ د غمرازۍ په خپل پیغام كښې دې ووئيل د ترهه ګرۍ ناوړه کارروائیو سره د قام عزم کمزورې كيدې نه شي۔ د پولیسو ځوانانو مړانې او

فرائض ترسره كولو ته پيرزوئنې وړاندې كوو۔

دې ووئيل د هېواد تحفظ او د ترهه ګرۍ ختمولو له د پاکستانی قام او شهيدانو لوئې قربانۍ زمونږ د تاریخ يو روښانه باب دے۔ دې ځپليو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه او د شهيدانو لوړو درجو او ژوبل كسانو زر روغتيا له ئې دعا وكړه۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې