پاکستان او سري لنکا دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو او سارك فعاله سيمه ايز تنظيم جوړولو ته سلا شوي

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ17اکتوبر2017ء) پاکستان او سري لنکا د شريك اهميت دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم كولو او سارك فعاله سيمه ايز تنظيم جوړولو ته سلا شوي دي ۔

دا سلا د نهې په ورځ په كولمبو كښې د پاكستان او سري لنكا ترمېنځه د خارجه سېكترانو په كچه د سياسي مشاورت پنځم پړاٶ په موقع راغلې۔

د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه د پاكستان او پراساد كريوسيم د سري لنكا نمائندګي وكړه ۔

د سياسي مشاورت په مهال د دواړو هېوادونو خارجه سېكترانو په نزدې او د ملګرتيا په اړيكو د اطمينان څرګندونه وكړه ۔

دواړه هېوادونه د شريك اهميت دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم كولو ته سلا كېدو سره د دوه اړخيزه اړيكو جاج هم واخست۔

او دغسې د تجارت ٬ سرمایه کارۍ، دفاع،

تعلیم، سائنس و ټېکنالوجۍ، كلتور٬ سېلګرۍ او د كار استعداد زياتولو پشمول د مرستې په نورو چارو هم بحث شوې۔

سري لنکا د پاکستان لخوا د 20 كروړه ډالرو او د يو كروړ ډالرو د كرېډټ لائنز د پراختيا هركلے وكړو٬ خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه په مقبوضه كشمېر كښې د هندي پوځ لخوا د بشري حقونو سنګين خلاف ورزۍ رامخې ته كړې او په نړيواله ورورولۍ ئې زور رواړو چې ھغوي د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د كشمير كشالې هوارے باوري كړي ۔

دواړو هېوادونو په نړيواله او سيمه ايزه كچه مرستې ته په بيا كتنه او د سارك فعاله سيمه ايز تنظيم جوړولو ته سلا شوي۔

په دې مهال پرېكړه وكړې شوه چې د دوه اړخيزه سياسي مشاورت راتلونكې غونډه به راروان كال اسلام آباد كښې كولې شي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې