چين به پاكستان ته 8 سب ميرينز وركوي٬ په چين كښې جوړېدونكې څلور سب ميرينز به پھ 23۔ 2022 كښې پاكستان ته وسپارلې شي٬په پاكستان كښې جوړېدونكې څلور سب ميرينز به پھ 2028 كښې پاك بحريه ته سپارلې شي۔د پاك بحريه مشر اېډمرل محمد ذكاﺀ الله د قامي اسمبلۍ دفاع قائمه كمېټۍ ته بريفنګ

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 26اگست 2016ء) د پاك بحريه مشر اېډمرل محمد ذكاﺀ الله وئېلي دي چين به پاكستان له 8 سب ميرينز وركوي٬په چين كښې جوړېدونكې څلور سب ميرينز به پھ 23۔

2022 كښې پاكستان ته وسپارلې شي٬په پاكستان كښې جوړېدونكې څلور سب ميرينز به پھ 2028 كښې پاك بحريه ته سپارلې شي۔ده د جمعې پھ ورځ د قامي اسمبلۍ د دفاع قائمه كمېټۍ ټه بريفنګ وركولو۔

د كمېټۍ غونډه د كمېټۍ چيئرمېن روحيل اصغر پھ مشرۍ كښې نيول هېډكوارټر كښې وشوه چې پكښې د بحريه د مشر پشمول د بحريه نورو چارواكو او د كمېتۍ غړو ګډون وكړو۔

د پاك بحريه مشر نيول هېډكوارټر ته په رسېدو د قائمه كمېټۍ هركلے وكړو۔كمېتۍ ته د چين لخوا پاكستان ته د سب ميرينز وركولو لوظ نامې په اړه بريفنګ

وركړی شو۔

كمېتۍ ته ووئيل شول چين به پاكستان ته 8 سب ميرينز وركوي٬په چين كښې جوړېدونكې څلور سب ميرينز به پھ 23۔ 2022 كښې پاكستان ته سپارلې شي٬په پاكستان كښې جوړېدونكې څلور سب ميرينز به پھ 2028 كښې پاك بحريه ته سپارلې شي۔

كمېتۍ وړاندېز وكړو چې د سي پېك پروژې په اړه پاك بحريه ته چې څومره فنډ پكار وې سمدستي دې وركړی شي۔قائمه كمېټۍ په بريفنګ د اطينان څرګندونه وكړه۔

پھ غونډه كښې د كمېټۍ غړيو طاهر بشير چيمه٬اسفنديار بنډارا٬مير دوستان٬ثريا اصغر٬سردار محمد شفقت حيات خان٬لېفټيننټ كرنل(ر)غلام رسول ساخي٬سعيد احمد خان٬محمد جنيد انور چوهدري٬نواب علي وسان٬سيد مطفٰی محمود٬ملك محمد عامر ډوګر٬سنجے پرواني او محمد اعجاز الحق ګډون وكړو۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې