پاكستان د سوئېلي آسيا د اقتصادي پرمختګ او د ممكنه سيمه ايزې همغږۍ خوب تعبير لپاره مهم كردار ترسره كوي٬ د سارك پليټ فارم د لارې په سيمه ايز پرمختګ باور لرو٬پاكستان به د منطقې اولس هيلې تر سره كولو لپاره خپل كردار روان ساتي۔د وزيراعظم محمد نواز شريف د سارك د خزانې وزيرانو د اتمې غونډې پرانستې دستورې ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 26اگست 2016ء) وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي پاكستان د سوئېلي آسيا منطقې د اقتصادي پرمختګ او د ممكنه سيمه ايزې همغږۍ خوب تعبير لپاره مهم كردار ترسره كوي٬د سارك پليټ فارم د لارې په سيمه ايز پرمختګ باور لرو٬پاكستان به د منطقې اولس هيلې تر سره كولو لپاره خپل كردار روان ساتي۔

ده دا خبرې د جمعې پھ ورځ په يو ځاې هوټل كښې د سارك هېوادونو د خزانې وزيرانو د اتمې غونډې پرانستې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔

وزيراعظم ووئيل پاكستان د نومبر په 9مه او لسمه نېټھ اسلام آباد كښې د سارك د مشرانو 19م كنفرنس ته سترګې په لار دے او د تنظيم پرمتخګ غواړي۔

ده ووئيل پاكستان د سارك پلېټ فارم د لارې په سيمه ايز پرمختګ باور لري ځكه چې دا سيمه كښې امن له د پرمختګ لاره ده۔

پاكستان به د منطقې د اولس هيلې تر سره كولو لپاره په دې لړ كښې خپل كردار روان ساتي۔وزيراعظم ووئيل د تنظيم په شاه سوچ د سوئېلي آسيا د اولس خېرښېګړه ده۔

په منطقه كښې ډېرې

انساني او قدرتي وسيلې شته۔ ده ووئېل د نړۍ د آبادۍ پنځمه برخه پھ دې منطقه كښې آباده ده او بايد سيمه ايز پرمختګ لپاره د شته موقعو څخه ښه استفاده وكړی شي۔

ده ووئيل د تنظيم سماجي منشور د پرمختګ رښتينې لاره ده او زمونږ هېواد په دې لړ كښې د سارك د ټولو ګامونو ملاتړ كوي۔

ده د تعليم او روغتيا په څانګو كښې د تنظيم د پراخا كردار په ضرورت زور راوړو۔نواز شريف پھ اسلام آباد كښې د استازو هركلے كولو سره هيله ولرله چې دوي به تنظيم لا فعاله كولو او موثره كولو لپاره ګټور وړاندېزونه وركړي۔

د يادونې وړ ده د وزارتي كنفرنس ايجنډې ته حتمي شكل وركولو لپاره د سارك هېوادونو د خزانې سېكترانو غونډه د زيارت پھ ورځ شوې۔

د خزانې وزيرانو٬سېكترانو د اړوندو بانكونو مشرانو٬سينئر چارواكو او سفارتكارو پھ دستوره كښې ګډون وكړو۔د خزانې وزير اسحاق ډار د استازو هركلي كولو سره د منطقې اولس بهترۍ او سارك كامياب سيمه ايز تنظيم جوړولو لپاره د پراخا همكارۍ په هڅو زور راوړو۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې