سيالكوټ(پاکستان نیوز پوائنٹ 24اگست 2016ء) د دفاع وزير خواجه محمد آصف سره د مسلم ليګ(ن) يوت ونګ سيالكوټ پلاوي ليدلې دي ۔
د پلاوي مشري ضلعي صدر يوت ونګ پاكستان مسلم ليګ(ن)محمد فاروق ګهمن٬ضلعي عمومي سېكتر چوهدري تنوير اختر او محسن عتيق شېخ كوله۔
وفاقي وزير د زلمو پلاوي سره خپلو خبرو كښې ووئيل د وزيراعظم محمد نواز شريف د كاميابې اولسې غونډې كرېډټ د زلمو ته ترلاسه دے۔
ده ووئيل هر اړخ ته د مسل ليګ يوت ونګ ځوانان
ښكارېدل ٬ ده ووئېل پاكستان مسلم ليګ(ن)د حكومت څوكالۍ له به خپل كردار ترسره كوي۔
د سيالكوټ لاهور موټروے پروژه تاريخي ده۔ ده ووئېل قامي پرمختګ له ميا نواز شريف خپل كردار ترسره كوي۔د يوت ونګ چارواكو خپلو خبرو كښې ووئيل د پاكستان مسلم ليګ(ن)ځوانان به د هېواد پرمختګ له خپل كردار ترسره كوي۔
ده ووئېل سيالكوټ نه تر لاهور موټروے د حكومت تاريخي پروژه ده٬مونږ په خپل قائد وياړ لرو څوك چې د هېواد او اولس خذمت كوي.