د سارك د خزانې وزيرانو 8مه غونډه(سبا)اسلام آباد كښې كېږي٬ د سارك خزانې وزيرانو غونډې څخه وړاندې(نن)د سارك خزانې سېكترانو غونډه كېږي وزيراعظم محمد نواز شريف به د وزارتي غونډې وړومبنۍ ناسته كښې ګډون كوي
اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 24اگست 2016ء) د سارك د خزانې وزيرانو 8مه غونډه به(سبا)د جمعې په ورځ اسلام آباد كښې كېږي٬د سارك خزانې وزيرانو غونډې څخه وړاندې(نن)د زيارت په ورځ د سارك خزانې سېكترانو غونډه كېږي۔
پاكستان افغانستان٬بنګله دېش٬بهوټان٬هند٬مالديپ ٬ نيپال او سري لنكا پشمول ټولو سارك هېوادونو ته په غونډه
كښې د ګډون كولو بلنه وركړې شوې ۔
وزيراعظم محمد نواز شريف به د وزارتي غونډې پرانستې سېشن كښې ګډون كوي۔غونډه كښې به د سارك مېكنزم ترمخه سيمه كښې د روانو بېلا بېلو هلو ځلو عملدرآمد په لړ كښې د پېشرفت جاج اخلې۔
غونډه كښې د ساؤن اېشين اكنامك يونين لپاره د سيمه ايزې مرستې زياتولو په اړه به ګامونو تجويز كولې شي۔