كه د پارلمان ماحول بهتر وساتلې شي نو د بهر ماحول به هم بهتر شي۔سيد خورشيد احمد شاه

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ21اگست2017ء) په قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد احمد شاه وئېلي دي كه د پارلمان ماحول بهتر وساتلې شي نو د بهر ماحول به هم بهتر شي٬پرمختګ چې هر چرته كېږي د پاكستان پرمختګ دے٬په پرمختيائي فنډونو د پارلمان ټول غړي يو ډول حق لري۔

د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې سيد خورشيد

شاه ووئيل په ورځپاڼه كښې خبر راغلې چې د قامي اسمبلۍ غړو ته 30 اربه روپۍ وركړې شوي بايد د دې وضاحت وكړې شي۔

ده ووئيل مونږ په خپل دور كښې اپوزيشن ته فنډ وركړې ؤ او دا د دوي حق ؤ ٬ ده ووئېل دا د خلقو په رايو دلته راغلې دي٬د دې ايوان ماحول دې سم وساتلې شي۔كه پرمختيائي فنډ وركول وي نو ټولو ته دې وركړې شي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې