د پاكستان او تركمانستان د شريك حكومتي كميسون پنځمه غونډه اشك آباد كښې وشوه
اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ21اگست2017ء) د پاكستان او تركمانستان د شريك حكومتي كميسون پنځمه دوه ورځنۍ غونډه په اشك آباد كښې وشوه۔
د پاكستان خارجه وزير خواجه محمد آصف او د تركمانستان د كابينې دوهم چيئرمېن او د خارجه
چارو وزير راشد ميردوف د غونډې په شريكه مشري وكړه۔
په غونډه كښې په اګست كال 2014م كښې په اسلام آباد كښې د تېرې غونډې د پريكړو د عملي كېدو جاج واخستې شو او په بېلا بېلو څانګو كښې په مرسته زياتولو غور وكړې شو۔